مالي او اداري چارو معاونیت له لوري مخکښ اداري کارمندان وستایل شول.
د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د بېلا بېلو شعباتو هغه کارکوونکي چې خپلې چارې یې په ښه ډول ترسره کړې وې په ستاینلیکونو باندې ونازول شول.
د مکافاتو اداري اصل ته په کتو په پوهنتون کې هغه اداري کارمندان وستایل شول، چې تر نورو یې اداري چارې منظمې، دقیقې او پر وخت سرته رسولې وې.
د پوهنتون اداره هوډ لري چې وخت په وخت د پوهنتون کارمندان په مادي او معنوي ډالیو تقدیر کړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت