لوړو زده کړو وزير د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي استادانو او د تدریسي روغتون له ډاکټرانو سره ناسته وکړه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۹:۳۰
ghyutrf

یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۷مې نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي استادانو او د تدریسي روغتون له روغتياپالانو او کارکوونکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

په ياده راټوليدنه کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمین راشد، مرستیالانو، د تدریسي روغتون سرطبيب، د طب پوهنځي رئیس، د طب پوهنځي استادانو او تدریسي روغتون روغتياپالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د طب پوهنځي رئیس پوهنوال سید رحیم شاه شملوال د طب پوهنځي په هکله معلومات وړاندې کړل او د طب پوهنځي او تدریسي روغتون ستونزې او غوښتنې یې له محترم وزير صاحب سره شريکې کړې.

د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپلو خبرو کې د طبابت علم تر ټولو مهم وباله او زياته یې کړه چې رښتینی ډاکټر هغه څوک دی چې د ناروغۍ پر مهال زمونږ تشخیص په ښه ډول کوي، د طب میدان لا قوي کولو ته اړتیا لیدل کېږي، مشران په دې هڅه کې دي چې د طب په برخه کې اساسي کارونه تر سره کړي او زياته یې کړه چې زمونږ او ستاسو مسؤليت دا دی چې خپل کارونه ښه په صداقت او اخلاص سره پر مخ یوسو.

د يادولو ده چې د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم خوست ولایت ته په رسمي سفر راغلی دی، چې د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې یوې لویې راټولېدنې ته د وینا تر څنګ یې په ياد پوهنتون کې د ځينو پروژو چارو د پیل پرانیستنه هم وکړه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام رئیس د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون څخه لېدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام رئیس ډاکتر علي احمد امین او ورسره مل پلاوي د تدریسي روغتون سرطبيب او مسؤلینو سره د يوې غونډې په ترڅ کې لېدنه وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د تدریس اغېزمن مېتودونه او د ټولګي مدیریت تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په دې ورکشاپ کې به اغېزمن تدریس، تدریس مهم عناصر، موخې، د یوه فعال او اغېزمن ښوونکي ځانګړنې، ټولګي مدیریت، وخت مدیریت، ټولګي د پیل مدیریت، مثبت تقویت کارول او نورو موضوعاتو باندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۴۲
Background image

اداري او خدماتي کارکوونکو ته یو ورځنی د اور وژنې ورکشاپ وړاندې شو.

په یاد ورکشاپ کې د اطفايې پېژندنه، د پېښو ډولونه، طبیعي او غیر طبیعي پېښې، د اور وژنې ډبې استعمال، وقایه، مجادله، نجات، د اورلګېدنې ضررونه، د اورلګېدنې رامنځته کېدو علتونه او نورو. . .

BACK TO NEWS