شیخ زاید پوهنتون کې د ماسټري برنامو بایومتریک پروسه پیل شوه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۴:۰
ازموینط راپور۱

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۲۰مې نيټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د دوه ماسټري برنامو حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې (د جزاء حقوق او جرم پیژندنه)، د ادبیاتو په برخه کې د (پښتو ژبه او ادبیاتو) څانګو ته د نوماندانو بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه پیل شوه، چې نن ورځ تر ناوخته پورې به دوام وکړي.

د يادو ماسټري برنامو لپاره شاخوا سل کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې ازموینه به یې سبا جمعه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۴مه ڼېته سهار اووه (۷:۰۰) بجې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې واخیستل شي.

نشراتو او عامه اړیکو امريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري د تدریسي روغتون له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري له تدریسي روغتون څخه لیدنه او د یاد روغتون له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۵۹
Background image

اداري کارکوونکو ته د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون ۳۱ اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.
ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکوونکو چارو آمريت د ظرفیت لوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۹
Background image

شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

BACK TO NEWS