شیخ زاید پوهنتون کې د بشپړ اعتبار ترلاسه کیدو او د ماسترۍ برنامې د پیل په ویاړ غونډه ترسره شوه

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۲۱
szu acridiation cermoney

نن ورځ چهارشنبې (۲۰/اسد/۱۴۰۰) د شیخ زاید پوهنتون شهید خان عبدالصمد خان اڅکزي په تالار کې د بشپړ اعتبار خپلول او د ماسترۍ برنامې د پیل په ویاړ غونډه ترسره شوه، چې د شیخ زاید پوهنتون رئیس ترڅنګ د خوست والي ، دولتي مشرانو، د ولس منتخب استازو، استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده.

szu acridiation cermoney

غونډ د کلام الله مجید په تلاوت سره پیل شوه ، چې په سر کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي د ښه راغلاست په وینا کې، ددې ستر ویاړ مبارکې افغان ولس ته وړاندې کړه او د خپل علمي او اداري کارمندانو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې پدې برخه کې یې د ګډې همغږۍ په ترڅ کې ستونزې ګاللې دي.

szu acridiation cermoney

ښاغلي يوهنمل اریوبي پر هغو ګړنو لنډ رڼا واچوله چې له امله یې پوهنتون د غوره مقام څښتن شو. هغه زیاته کړه (( اجازه راکړئ چې د کیفیت لوړونې په برخه کې د بشپړ اعتبار ترلاسه کولو سند او په لومړي ځل د پښتو (مورنۍ ژبې) ماسترۍ برنامې د پیل په موخه جناب والي صیب ، ولایتې ادارې ، شیخ زاید پوهنتون علمي او اداري کارمندانو او افغان ولس ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کړم. له شک پرته د بشپړاعتبار په ترلاسه کولو کې د شیخ زاید پوهنتون علمي او اداري کارمندانو مشترک ډول کار کړی او د ټولو د ګډو هڅو نتیجه وه چې ددې معتبر سند په ترلاسه کولو سره مو پوهنتون د هیواد په غوره پوهنتونونو کې ودره و.))

szu acridiation cermoney

رئیس پوهنمل اریوبي وویل چې د بشپړ اعتبار په ترلاسه کیدو سره اکاډمیکو برنامو، لکه پوهنځیو کې د ماسترۍ برنامو ایجاد او مالي خپلواکي ته لار پرانستل شوه ، چې ورسر به د نویو پوهنځیو ( جیولوجي اومعدن ، فارمسي ) رامنځته کیدو لپاره په همدې ورځو کې پر طرحو کار پیل شي.

ښاغلي اریوبي وویل چې د علمي کیفیت په بناء مونږ پلان لرو چې د اسیا په کچه هغه برنامه ( APQA ) کې پوهنتون ثبت کړو، چې له مخې یې د اسیا لویه وچه کې پوهنتونونه د کیفیت له مخې چڼ کیږي.

ښاعلي اریوبی د خپل پوهنتون علمي او اداري کارمندانو ته سپارښتنه وکړه، چې تردې وروسته به د پوهنځیو په څانګو کې هم د بشپړ اعتبار پروسه پیل کړي.

szu acridiation cermoney

د خوست محترم والي تورن جنرال مهمند کټوازي په خپلو خبرو کې لومړۍ د پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه چې شیخ زاید پوهنتون ته یې د هیواد په کچه د معتبر پوهنتون مقام وګټه. هغه ګډونوالو ته وریاده کړه چې د والي په توګه خوست ته راتګ لومړۍ لیدنه یې د پوهنتون څخه وه او اوس هم د پوهنتون سره ترڅنګ ولاړ دی. هغه زیاته کړه (( پوهنتون د علمي او فکري تولید مرکز دی، هروخت چې ددې مرکز د بهبود په موخه د پوهنتون رهبرۍ غوښتنه کړې ده مونږ تر لوړو زده کړو او جمهوري ریاست پوري رسولې او تعقیب کړې ده. کچیرې پوهنتون په راتلونکې کې هم زما هڅو ته اړتیا درلوده دریغ به یې نه کړي)).

szu acridiation cermoney

د ولایتي شورا شورا منتخب استازي نورشاه نوراني د بشپړ اعتبار په ترلاسه کیدو او د ماسترۍ برنامې پر پیلیدو خوښي وښوده او دا یې د زړه ستر ارمان یاد کړ. ښاغلي نوراني د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې د نویو پوهنځیو په ایجاد کې به د دوی ترڅنګ ولاړ وي.

szu acridiation cermoney

د غونډې په جریان کې د طب پوهنخي استاد پوهاند بادشازار عبدالي، د کیفیت لوړني امر الحاج عبدالرحمن او د خصوصي پوهنتونونو په نماینده ګۍ د پامیر پوهنتون استازي استاد خیبر خیبر هم د غونډې ګډوانولو ته د یادې پروسې په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنتون له رهبرۍ یې مننه وکړه چې د پوهنتون نور انکشاف لپاره برنامې لري.

szu acridiation cermoney

د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې په برخه کې د بشپړ اعتبار په ترلاسه کیدو سره شیخ زاید پوهنتون د یو لړ نورو مسؤلیتونو سره هم مخ کیږي، چې د یوه ترتیب شوي پلان له مخې به یاد مسؤلیتونو ته رسیده ګي کیږي او د سیمې په کچه به د یوه معتبر پوهنتون په نوم ځلیږي.

غونډه د یوه سوکاله او ارام افغانستان د دعا په ویلو پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۲۲:۹
Background image

محصلانو ته د جرمي صحنې تمثیل تر سره شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه د جرمي صحنې تمثیل تر سره شو.

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئيس د پوهنتون په عمومي مسجد کې استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د يوې راټولیدنې پر مهال وينا وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شيخ شاکرالله وحدت د يوې را ټولیدنې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته وويل، مونږ او تاسو بايد پرمختګ او ترقي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره ناسته ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په مشرۍ راغلي پلاوي د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې چې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو. . .

BACK TO NEWS