شيخ زاید پوهنتون کې د طبیعي علومو ملي سمپوزیم نن دویمه ورځ پای ته ورسیده چې دوه څلوېښت تحقیقي او څېړنيزې مقالې پکې وړاندې شو
د وترنري او حيواناتو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون څخه محمد بایر درمل، د شیخ زاید پوهنتون څخه اجمل ولي، د افغان نړيوال پوهنتون څخه عبیدالله محک، د کفایت الله کاکړ تر ارزیابۍ او مشرۍ لاندې، د طبي ساینس په برخه کې د شیخ زاید پوهنتون څخه هر یو طاهر شاه نيکمل، ګلنواز خان، شېر عالم منطقي او نوار جان انور د کفایت الله کاکړ تر مشرۍ لاندې خپلې مقالې وړاندې کړې. همدارنګه د اګرانومي په برخه کې د اناستو - کندهار پوهنتون څخه صدیق صالحي او کرامت الله فضیل، د شیخ زاید پوهنتون څخه علام حبیب نوري او د پکتیا پوهنتون څخه یوسف خان زیار د پوهنوال محمد بایر درمل تر ارزیابۍ او مشرۍ لاندې خپلې تحقیقي مقالې وړاندې کړې. همدارنګه د ورځې په دویمه برخه کې وروسته له غرمې، د وترنري او حیواناتو تولید په برخه کې د شیخ زاید پوهنتون څخه عبدالطیف رحیمي، خالد بشرمل او عبدالسمیع نور، د اناستو ـ کندهار پوهنتون څخه احمدالله ظاهر د محمد بایر درمل تر مشرۍ لاندې خپلې مقالې وړاندې کړې. د هارټيکلچر، ځنګلاتو او نباتاتو ساتنې په برخه کې د بلخ پوهنتون څخه سید اسماعیل عمران، د شیخ زاید پوهنتون څخه سیف الله منګل او عبدالعزیز وزیري، د پکتیا پوهنتون څخه احدګل خادم او له کابل پوهنتون څخه حسام الدين سعیدي د محمد ظریف شریفي تر ارزيابۍ لاندې خپلې تحقیقي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې او نورو استاذانو هم پکې خپلې ترتیب کړې مقالې وړاندې کړې.
همدارنګه د فزیک او برق په برخه کې د شیخ زاید پوهنتون څخه عبدالتواب عزیزي، روښان حیران، او مولا خان زیارمل مقالي وړاندې کړې، د ننګرهار پوهنتون څخه احسان الله ثاقب، بشیرالله صافي او اعجاز الرحمن راشید مقالې وړاندې کړې، د کابل پوهنتون څخه سید علي سینا موسوي، د لوګر پوهنتون څخه محمد شریف سلطاني، د فراه پوهنتون څخه حامد طیب او د سید جمال الدین پوهنتون څخه ضیاء ملاخیل خپلې څېړنیزې مقالې د احسان الله ثاقب تر مشرۍ لاندې وړاندې کړې.
د کیمیا په برخه کې د کابل پوهنتون څخه احمد معصود منصوري، کیومرث پولادیان، عبدالمحمد عزیز مقالې وړاندې کړې.
د شیخ زاید پوهنتون نورالله حسن خېل، د ننګرهار پوهنتون څخه خدایداد کوچي، د فراه پوهنتون حسیب الله ایازي او د لوګر پوهنتون څځه محمد جاوید په خپل وار سره خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.
د زراعتي اقتصادي او توسیعه په برخه کې اناستو - کندهار پوهنتون څخه محمد اسماعیل هاشمي او عبدالله سادات، د شیخ زاید پوهنتون څخه رفیق
عاطف او د هرات پوهنتون څخه عبدالستار فاضلي خپلې څېړنیزې او تحقیقي مقالې وړاندې کړې.