شيخ زاید پوهنتون کې د تضمین کیفيت یو ورځينی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۱:۳۴
d

 

 د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۶مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۳مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د کیفيت لوړونې او اعتبار ورکؤنې په برخه کې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو.

a

په یاد ورکشاپ کې د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني، مرستيالانو، د پوهنتون عمومي او فرعي کميټو غړو ګډون کړی و.

ورکشاپ د انجینري پوهنځي استاد پوهنمل قدرت الله ځواک لخوا وړاندې شو. چې د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکؤنې په برخه کې يو شمېر ضروري موضوعات پکې تر بحث لاندې ونیول شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په مشرۍ پلاوي د شيخ زايد پوهنتون له رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو سره ناستې تر سره کړې.

په يادو ناستو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۵
Background image

د لوړ وزده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي له لوري د شيخ زايد پوهنتون د اووه کلن علمي اعتبار اخيستنې په موخه ارزونه پيل شوه.

د لوړ زده کړو وزارت د تضمين کيفیت او اعتبار ورکولو نهه کسيز پلاوي د شيخ زايد پوهنتون د اووه کلن علمي اعتبار اخيستنې په موخه د ارزونې د پیل ناسته د شيخ زايد پوهنتون له رهبري سره تر سره. . .

BACK TO NEWS