شيخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفيت او اعتبار ورکولو پلاوي درې ورځينی کاري سفر پای ته ورسېد.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۹:۱۸
s

نن دوشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لیندۍ مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق د جمادي الاول مياشتې له ۲۰مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت څخه د تضمين کیفیت رئيس شاکر وحيدي په مشرۍ پلاوي د پوهنتون له پوهنځيو او محصلانو سره د لېدنې درې ورځینی سفر پای ته ورساوه او د خپلو لیدنو کتنو پایلې یې د پوهنتون له رهبري او استادانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې شریکې کړې.

په دې اړه هغه ناسته چې نن د شیخ زايد پوهنتون رياست مقام تالار کې رابلل شوې وه، پکې د شیخ زايد پوهنتون معاونينو سربېره د راغلي هیئت غړو، پوهنځيو رئیسانو، څانګو آمرينو او استادانو ګډون کړی و.

s

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال د لوړو زده کړو وزارت څخه د ښاغلي وحیدي په مشرۍ راغلي پلاوي څخه قدرداني وکړه، چې شيخ زاید پوهنتون کې یې په دې څو ورځو کې زيات زيار وګاله او د بېلا بېلو پوهنځيو له محصلانو سره مو ليدنې وکړې.

نوموړي ډاډ ورکړ چې هڅه یې دا ده شیخ زايد پوهنتون کې د تضمين کیفيت پروسه هغه ډول چې لازمه ده پلي شي او په راتلونکي کې دغه پوهنتون د غوره کیفيت لرلو سربېره د څېړنو په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې ولري.

د لوړو زده کړو وزارت تضمين کیفيت او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي د شیخ زاید پوهنتون له ټولو علمي او اداري کارکونکو څخه مننه وکړه چې په تېرو درېیو ورځو کې یې د دوی ښه ميلمه پالنه او په ټولو برخه کې یې ورسره پوره همکاري وکړه.

نوموړي د تضمين کیفيت په تاریخي پس منظر او پړاونو باندې په تفصیل سره و غږيد او زياته یې کړه چې شیخ زايد پوهنتون د هغه پوهنتونونو په قطار کې دی چې بشپړ اکاډميک اعتبار لري او هيله یې وکړه چې د پوهنتون هره برخه کې باید په پوره همت کار وشي؛ ترڅو دغه اعتبار په راتلونکي کې هم له ځان سره خوندي وساتي.

ښاغلي وحیدي د خپلو لیدنو او کنتو ځینې پایلې او هغه نيمګړتياوې او ستونزې چې په ځینو (تدریسي او اداري) برخو کې موجودې وې د ناستې له ګډونوالو سره شريکې کړې او په راتلونکي کې یې د تکميل غوښتنه وکړه.

راټولیدنه د شیخ زايد پوهنتون ارشاد او دعوت آمر مولوي صاحب عبدالوکيل لخوا د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۹
Background image

محصلانو ته په ځان اعتماد او انګېزه تر عنوان لاندې سیمينار ورکړل شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۳مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون اداري ودانۍ غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۵۲
Background image

پوهنتونونو کې د اعتبار سند ترلاسه کولو او ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ تر سره شو.

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۲مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز کې د پوهنځیو رئيسانو لپاره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۷
Background image

د طبي تخصص نړيوالې ازموينې په اړه معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې د ډاکټر کليم الله وردګ لخوا د طبي تخصص نړيوالې ازموينې درې مرحلې معرفي کړې او د هرې مرحلې لپاره د چمتووالي منابع، مطالعوي. . .

BACK TO NEWS