شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۹
رلبزذاداذ

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري،
د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت څخه وروسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني په خپله پیلیزه وینا کې د اخلاص، صداقت، ژمنتيا او د خپلو مسؤلیتونو په ښه ډول تر سره کولو باندې ټینګار وشو او مسؤلين یې وهڅول چې خپلو او د خپلو ماتختو کارکوونکو دندو ته په پوره ډول متوجې شي.
 په غونډه کې د اجنډا مطابق د تېرې رهبري شورا پرېکړو د تطبیق ګزارش، د ملي کنفرانس لپاره د موضوع انتخاب، د تضمين کیفیت په برخه کې د نیمګړتياوو پوره کولو او یو شمېر نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS