د کمپیوټرساینس پوهنځي تاریخچه

په شیخ زاید پوهنتون کې کمپیوټرساینس د ښوونې او روزنې پوهنځي د يوې څانګې په توګه فعاليت درلود. خو له نېکمرغه نوموړي څانګه د۱۳۹۰ کال کې د کمپیوټرساینس پوهنځی په نوم په رسمي توګه په فعالیت پیل وکړ او په لومړیو کې يې یواځې د کمپيوټرساینس عمومي څانګه درلودله. د چټک پرمختګ او د ټولنې د غوښتنو سره سم په ۱۳۹۵ کال کې معلوماتي ټکنالوژۍ او د معلوماتي سستمونو په نومونو دوه رسمي فارغ ورکوونکي څانګې د کمپيوټرساینس پوهنځی ته ورکړل شوی.
د معلوماتي ټکنالوژۍ او معلوماتي سستمونو څانګې ټول محصلین په لومړي او دوهم ټولګيو کې یو ځای د کمپيوټرساینس په عمومي ډيپارټمنټ کې زده کړې ترسره کوي، او په دریم ټولګي کې د کانکور د انتخاب سره سم دوی ته په څانګه کې د ځانګړي کریکولم له مخې تدریس پر مخ وړل کیږي. دا مهال کمپیوټرساینس پوهنځی لومړی، دوهم، دریېم او څلورم ټولګي لري چی جمله ۴۵۸ محصلین په زده کړو بوخت دي چې تر ۱۴۰۵ هـ ش کال يې د څلورم ټولګي څخه ۲۱ دوری محصلین چې جمله ۱۵۱۳ کیږي، ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي دي.
د کمپیوټرساینس پوهنځی لرلید Vision
د کمپیوټرساینس پوهنځی ژمن دی، چې د کمپیوټرساینس او کمپیوټري ټکنالوژۍ د څېړنې او پرمختګ مشري کوونکي محصلان ټولنې ته وړاندې کړي.
د کمپیوټرساینس پوهنځي ماموریت Mission
د پرمختللو او مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ په تکنالوژۍ کې د بې ځایه فرق کمول، په موجوده وخت کې د هیواد او په راتلونکي وختونو کې د سیمې او هېواد په کچه د صنعت د ښې ودې او اداري مشکلاتو د حل په خاطر ټولنې ته د روزل شویو او مسلکي کادرونو وړاندې کول.
د کمپیوټرساینس پوهنځی موخې Program Objective (POs)
د کمپیوټرساینس پوهنځی موخې دا دي، چې محصلان به د نوموړي پوهنځي څخه د فارغیدو پر وخت لاندې وړتیاوې ولري:
۱ – CS : د یوې سپیڅلې، اسلامي او ملي روحیې په درلودلو سره ټولنې او وطن ته د خدمت کولو په موخه ژمن پاتې کیدل (A4,A5).
۲ – CS : د کمپیوټرساینس په اساساتو پوهېدل(CS).
۳ - CS : د معلوماتي سستمونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په تیوریو پوهېدل، عملي او تحلیل کول ( CS,C3,C4).
۴ - CS : د معلوماتي سستمونو او معلوماتي تکنالوژیو عملي کولو په مرسته په محلي، ملي او نړیوالو ادارو کې کاري وړتیا ښودل (P5,P6,P7,C4,C5,C6).
۵ – CS : د معلوماتي سستمونو او معلوماتي تکنالوژیو د تیوریو او عملي کړنو په مرسته تخنیکي او تحقیقي مسایلو ته حل پيدا کول P5,P6,P7,C4,C5,C6)).