د کرونا ویروس له تر اوسه د نړۍ هېوادونه او ګران هېواد تر خپل اغېز لاندې راوستې
کرونا یو نړیوال خطرناک ویروس دی، چې په اسانۍ سره کولای شي د یو انسان څخه بل انسان ته انتقال شي. کرونا ویروس یوازې څو هېوادونه نه، بلکه ټول بشریت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی. دا او نورې وژونکې ناروغۍ ژبـــــه، قــــــوم، دیـــــن او مـــــذهب نه پېژني. لکه څنګه چې غیرې اسلامي هېوادونه ګواښي، تر هغې ډېر اسلامي هېوادونه هم ګواښي دا چې یاد ویروس دوهمه څپه د هېواد په اکثره ولایتونو کې په چټکې سره روانه ده .
نو بهتره ده، چې د ویروس د مخنیوي په موخه د خپل ځان، کار ځای (دفتر) او ناستې پاستې ځایونو کې، نظافت او پاکي مراعات کړو.
د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې باید په پام کې ونیول شي، ترڅو ځان او ټولــــــــــنه له دغــــه وژونکي ویروس څخه په امان کې وساتو.
د ټولنې هر وګړی مکلف دی، چې د یاد ويروس په وړاندې، د خپلې ټولنې او خلکو د عامه پوهاوي د ځآن او بل انسان د ژغورنې لپاره کار وکړئ