د کرنې پوهنځی تاریخچه

 

کرنې پوهنځی

د شېخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځۍ په ۱۳۸۱ کال کې چې د ۲۰۰۲ ميلادی کال سره سمون خوري  د پاکستان د پيښور ښار څخه د افغان پوهنتون په چوکاټ کی د بعضې نورو پوهنځيو سره يوځای خوست ته انتقال او په فعاليت يې پيل وکړ .دغه پوهنځي په لومړی سر کی د دريو استادانو په مټ اته تنه محصلين د خپلې لومړی دوری د فارغينو په حيث ټولنې ته د خدمت په غرض وړاندې کړل . دکرنې پوهنځي تر اوسه پورې  په مجموعی توګه په ديارلسو دورو کې ۹۶۶ فارغين ټولنی ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي دي. داچې په ابتداء کی دغه پوهنځي صرف دری تنه استادان درلودل، خو اوس الحمدلله دغه پوهنځی ۲۷ تنه استادان لري چی د هغې جملی څخه ۸ تنه ماستران ، ۶ تنه يې د ماسټرې په زده کړو بوخت دي او پاتې ۱۳ تنه استادان  لسانس دي. دکرنې پوهنځی د لومړي ځل له پاره يواځې د اګرانومي ديپارتمنت درلود چی اوس مهال څلور نور ديپارتمنتونه لکه دنباتاتو دساتنې ديپارتمنت ،دباغداری ډ يپارتمنت ، کرنيز اقتصاد ديپارتمنت او دحيواني علومو څانګې هم لري.

د پوهنځی ریس

 د پوهنځی موخې لرلید او رسالت

د پوهنځی څانګې

د پوهنځی استادان