د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو تر منځ رقابتي سيالي تر سره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۴۷
jkuiloklk

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له ۱۵مې نيټې سره سمون لري، د محصلانو چارو معاونيت له لوري درسونو ته د محصلانو لا تشویق او ظرفيت لوړونې په موخه د رقابتي سياليو په لړ کې د ژورنالېزم او عامه اړیکو څانګو محصلانو تر منځ رقابتي سيالي تر سره شوه.
یاده سيالۍ کې چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د دوو څانګو څخه شاوخوا ۲۰ تنو محصلانو پکې ګډون درلود، د هرې څانګې محصلانو ته پکې پنځلس پوښتنې مطرح شوې وې او ګټوونکو محصلانو ته پکې ستاینلیکونه په پام نيول شوي و.
د يادولو ده چې يادې سيالۍ د محصلانو ترمنځ په درسونو کې د سالم رقابت په بڼه تر سره کېږي، په راتلونکي کې به نورو پوهنځيو ته هم برابرې شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS