د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سنت تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۱
ړنتالذدبللبی

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، په شیخ زاید پوهنتون کې (د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سنت) تر عنوان د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو. 
په پلان کې ده چې سږ کال هم د تېرو کلونو په څېر د چاپېریال ښکلا لپاره شاوخوا ۱۰۰۰ زینتي او مېوه لرونکي ونې د پوهنځيو شاوخوا سربېره، د شرعیاتو پوهنځي ودانۍ تر څنګ، څېړنیز فارم او د پوهنتون په بېلا بېلو برخو کې کېنول شي. 
یاد اشر د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند خدماتو آمریت په هڅو ترسره کېږي، چې د یادو نیالګیو اوبو کولو لپاره ځانګړی سیستم لري او په منظم ډول سره به اوبه کړای شي، چې ورسره به د پوهنتون چاپېریال ښکلی او هوا به یې پاکه شي.  
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

BACK TO NEWS