د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
mnjhgbvf

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.
په ياد علمي سفر کې د صحت حیواني عمومي لابراتوار اړوند صحت حیواني لابراتوار، د سیرولوژیکي معایناتو خونه، هستولوژيکي معایناتو خونه، کابل ژوبڼ، ګذرګاه لبنیاتو فابریکې او حیواني متراکمي خوراکې میل، قرغې ماهیانو فارم، د کمپنۍ په ساحه کې د غذایي موادو د تولید فابریکې او کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي څخه لېدنه وکړه.
د يادو لېدنو په ترڅ کې محصلانو ته د اړوندو مرکزونو مسؤلينو لخوا ضروري معلومات ورکړل شول، چې د محصلانو عملي زده کړو لپاره ګټور تماتم شول.
نېټه: شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۹مه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۲۶مه
 ۲۰۲۶ م کال مې د ۱۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS