د مدني دعواوو پېژندنې څرنګوالي تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
د شيخ زايد پوهنتون شرعياتو او حقوق پوهنځيو محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه د مدني دعواوو پېژندنې څرنګوالي تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
یاد ورکشاپ کې د دواړو پوهنځيو څخه (۴۰) تنو محصلان ګډون کړی و، چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل پاڅون مياخيل لخوا وړاندې شو.