د محصلانو چارو معاونیت لخوا نوي محصلینو ته د پوهنتون پیژندنې په اړه سمینار ارئیه کړای شو

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۰:۳۷
د محصلانو چارو معاونیت لخوا نوي محصلینو ته د پوهنتون پیژندنې په اړه سمینار ارئیه کړای شو

د محصلانو چارو معاونیت لخوا نوي محصلینو ته د پوهنتون پیژندنې په اړه سمینار ارئیه کړای شو

یاده راټولیدنه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په سرکې د شیخ زاید پوهنتون د استادانو چارو امر پوهنیار استاد فاروق جان منګل خبرې وکړي، نوموړي د غونډې ګډونوالو د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې د هېواد ګوټ ګوټ څخه یو شمیر محصلین شیخ زاید پوهنتون ته بریالي شوي دي، شیخ زاید پوهنتون اداره ورته په ورین تندي ښه راغلاست وایې، په خیر راشئ ! هیله ده، چې په شیخ زاید پوهنتون کې خپله څلورکالنه ښوونیزه دوره د خپلو هېلو سره سمه سرته ورسوی.

د محصلانو چارو معاونیت لخوا نوي محصلینو ته د پوهنتون پیژندنې په اړه سمینار ارئیه کړای شو

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد داود بابکرخېل لخوا خپل ترتیب شوي ( orientation) د وړاندې کولو په ترڅ کې زیاته کړه چې:

ټولو بریالیو محصلینو ته ښه راغلاست وایم، په خیر راشی، ستړی مه شی، زه پوهیږم چې تاسو په لوړ فکر او سترو امیدونو سره پوهنتون ته راغلي یاست، دلته ستاسې څلور کالنه دوره ( لیسانس) بشپړ کیږي، خو د لیسانس دوره باید یوازې د دیپلوم او کاغذ پورې مربوط نه شي، له تاسو څخه هېله کېږي، چې ضرور به تاسو نوښتونه رامنځته کوئ او پدې هم پوهیږی، څنګه کولی شو چې ټولنې او هیواد ته خدمت وکړو او ضرور به تاسو د ټولنې په غوښتنو کې مثبت رول لوبوئ.

محصلانو چارو مرستیال بابکرخېل د پوهنتون اړوند پيژندنې (orientation) د وړاندې کولو پرمهال د پوهنتون تشکیلاتې جوړښت ترڅنګ د پوهنتون رئیس، علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال او مالي او اداري چارو مرستیالانو پیغامونه او د پوهنتون عمومي جوړښت، علمي رتبی، اړوند کمیټې او د هغوي مسؤلیتونه، لیلیې، ترانسپورت، مسجدونو، تفریخی ځایونو، د لوبو میدانونو، اداري جوړښت په اړوند په تفصیل سره معلومات وړاندي کړل، چې د ګډونوالو له خوا د خوښۍ وړ وګرځیدل.

مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله فیض هم ګډونوالو ته وینا وکړه، نوموړي زیاته کړه، چې د شیخ زاید پوهتون اداره او محصلین د یوه فامیل د غړیو په شان یو، چې یقین دی تاسو به پدې افتخار کوی، چې د هېواد په کچه په یوه معتبر پوهنتون کې زده کړې کوی او همدا به مو ارمان هم وي.

د محصلانو چارو معاونیت لخوا نوي محصلینو ته د پوهنتون پیژندنې په اړه سمینار ارئیه کړای شو

ښاغلی فیض زیاته کړه، چې د یو مسؤل په حیث اړیو، چې ووایو چې ستاسو مسؤلیتونه او دندې په شیخ زاید پوهنتون کې څه دي؟

مالي او اداري چارو معاونیت تاسو ته څه ډول خدمت کولی شي؟! ګرانو محصلینو د پوهنتون ودانیو، عامه تجهزاتو ساتلو مسؤلیت نه یوازې د اداري، بلکې ستاسو مسؤلیت هم جوړيږي، چې د ادارې سره به د تجهیزاتو په ساتلو کې پوره همکاري کوی.

فیض په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې مالي اوا داري چارو اړوند ټول پرسونل به ان شاءالله ستاسو حقه غوښتنو ته هروخت رسیدګې کوي، اداره هروخت تاسو څارې، امنیتې کیمري نصب شوي دي او ستاسو دم او قدم څارل کیږي.

فیض الله د غونډي ګډونوالو د یو څو محصلینو څخه پوښتنې وکړی، چې ولي مو شیخ زاید پوهنتون انتخاب کړی او په بریالیتوب سره یې څه احساس کوئ؟

یو تن محصل د کابل ولایت اوسیدونکی چې فعلا د شیخ زاید پوهنتون محصل دی، وویل:

ډير خوښ یم، چې شیخ زاید پوهنتون ته بریالی شوی یم، ما د خوست د خلکو او د پوهنتون سره د مینې په اړوند ډير څه اوریدلې دي، واقعاً میلمه دوست خلک دي، د پوهنتون او محصلینو سره مینه لري، نو بنآ په خپل انتخاب زیات خوشاله او فخر کوم چې د شیخ زاید پوهنتون محصل شوم.

په وار سره یو تن بل محصل چې د شرعیاتو پوهنځی فقه او قانون څانګې ته بریالی شوی دی، وویل:

لومړۍ انتخاب مې شیخ زاید پوهنتون و، شکر چې خپل هدف ته ورسیدم( ما په خوست کې په دینې مدرسو کې زده کړي کړيدي) خوست مې لیدلی، هیڅ مې زړه نه غوښتل چې بل پوهنتون انتخاب کړم.

اقتصاد پوهنځي ته یو تن نوي بریالی شوي محصل زیاته کړه چې:

له زیات وخت څخه مې د خوست شیخ زاید پوهنتون ویب پاڼه تعقیب کړې، ډېر زیات ارمان مې درلود، چې کاش یوه ورځ زه هم د شیخ زاید پوهنتون محصل شم .

راټولیدنه د سرلوړي افغانستان دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۶:۲۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون د بریښنایي زده کړو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ.

د شیخ زاید پوهنتون د بریښنايي زده کړو کمېټې په چوکاټ کې د شپږو انلاین کورسونو د بشپړاوي له امله شیخ زاید پوهنتون د هېواد نهو پوهنتونونو په قطار کې لومړی مقام ګټلی، چې د شيخ زايد پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د علمي ژورنالونو په انلاین بڼې د انکشاف په موخه ناسته ترسره شوه.

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري ۲۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۱۶مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون علمي ژورنالونه په انلاین بڼې د انکشاف په موخه د کمپيوټر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۵:۴۴
Background image

په اوسنۍ نړیواله ټولنه کې د بیان او رسنیو د آزادۍ د وضعيت پېژندنې تر سر ليک لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۱۵مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي کې (په اوسنۍ نړیواله ټولنه کې. . .

BACK TO NEWS