د لوړو زده کړو وزير شيخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۳:۱
ئسیزب

چهارشنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۳مې نیټې سره برابره وه، د لوړو زده کړو وزير د شيخ زايد پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره د پوهنتون په عمومي مسجد کې د یوې غونډې په ترڅ کې لیدنه وکړه.

په ياده را ټولیدنه کې د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقانـ.ي، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، د خوست ولایت شیوخو کرامو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و.

د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.ــانــ.ـي مېلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د لوړو زده کړو مشران هغه څوک ياد کړل؛ چې په خپلو بې دریغو هڅو باندې د محصلانو روزنې او اصلاح لپاره خدمات وړاندې کوي.

د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ هغو محصلانو ته چې په اصلاحي درسونو کې یې ګډون کړی دی، د الله جل جلاله له دربار څخه د اجر غوښتنه او په راتلونکي کې د ښو خدمتونو هیله څرګنده کړه.

د لوړ زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد نديم په پوهنتونونو کې د محصلان لپاره د ژمي په رخصتیو کې د سيمينارونو او اصلاحي برنامو په لاره اچول يو ښه فرصت ياد کړ، د محصلانو په اصلاحي روزنه باندې یې ټینګار وکړ او زياته یې کړه چې همدا محصلان به د سبا ورځې مشران او رهبران وي.

نوموړي د قرآن کريم ځینې احکام د انسان د کرامت ساتلو اړوند بيان کړل او زياته یې کړه چې زمونږ دین هغه وخت برابرېدلی شي، چې نظام مو اسلامي وي.

نوموړي استادانو ته په خطاب کې وويل:((مونږ او تاسې د دې نطام خادمان یو، راځئ دې نظام ته هر یو په خپله برخه کې له زړه خدمت وکړو او د دې ملت بچيانو روزنه په صحیح او اسلامي طریقه وکړو؛ تر څو د علم کیفیت لا پیاوړی شي.))

د محصلانو په نماینده ګۍ یو تن محصل شکر الله شاکر خبرې وکړې، د خپلو مشرانو او مسؤلینو څخه د مننې تر څنګ یې اصلاحي برنامې ټولو پوهنتونونو ته د غزولو، د محصلانو ترمنځ په مختلفو علومو کې د سيالۍ تیارولو او د يادو اصلاحي سیمینارونو لړۍ یې نورو تعلیمي برخو کې د تر سره کولو غوښتنه وکړه.

راټولیدنه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS