د لوړو زده کړو وزارت اداري معینیت په انلاین مجلس کې د شیخ زاید پوهنتون رهبري ګډون وکړ.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۵۷
sdfgfggg

د لوړو زده کړو وزارت اداري معینیت په انلاین مجلس کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.ــاني او مرستیالانو ګډون وکړ.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي وویل؛ چې موږ او تاسې باید په مجازاتو او مکافاتو کې يوازې د الله پاک رضاء په پام کې ونیسو، د مشکلاتو لپاره حلارې پیدا کول، د معاونیتونو پلان جوړول، د هیئت په ټاکلو کې ژمنتیا، صداقت او وړتیا په پام کې نیول، د نیازمندۍ دقیقه راټولونه او یو شمیر نورو مهمو او متفرقه موضوعاتو باندې بحثونه او پرېکړې وشوې. 
یاد انلاین مجلس اړوندو مسؤلینو ګټور یاد کړ؛ تر څو روانه همغږي لا پیاوړي شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

احتکار د اسلامي شریعت په رڼا کې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني ديني سیمینار کې د احتکار پېژندنه، اهداف، د مسلمان تجار مهم خصلتونه، د احتکار څخه ځان ساتنه، د احتکار حکم او احتکار د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې تشریح شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۳۷
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کانکور ازموینې نوماندانو د بايومتريک لړۍ پيل شوه.

د ازموینو عمومي ادارې له لوري د خوست ولايت د ( عمومي، اختصاصي او دیني مدارسو) فارغانو څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال کانکور ازموينه کې د ګډون په موخه د بايومتريک معلوماتو د ثبت لړۍ پيل شوه.

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

BACK TO NEWS