د شیخ زاید پوهنتون له دوو پوهنځیو څخه ۱۸۱ محصلان فارغ شول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۱۱
انجینري غونډه

 د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۳مې نیټې سره  برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او روزنې له څلورو څانګو او انجنیري پوهنځي له مهندسي څانګې څخه د دوو جلا غونډو په ترڅ کې ۱۸۱ محصلانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

هغه غونډې چې نن ورځ په همدې موخه په شيخ زايد پوهنتون کې رابلل شوي وې، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني، علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل، محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب، د دواړو پوهنځيو رئیسانو، استادانو، د فارغو شویو محصلانو خپلوانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

دواړه غونډې د تل په څېر د پوهنتون رئيس، مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئيسانو او استادانو لخوا د مسؤلیت احساس، ټولنې ته په رښتیني ډول د خدمت وړاندې کولو، د الله جل جلاله او د خوږ نبي کريم صل الله علیه وسلم په طریقو عمل کولو، د هېواد په آبادۍ کې رغنده رول لوبولو، خپلو زده کړو ته د لا دوام ورکولو او هېواد د عصري علومو په برخه کې د نړۍ سره سيال کولو ویناوو، هدایتونو او د فراغت مبارکیو باندې مزينې وې.

غونډې فارغو شویو محصلانو ته د تصدیق پانو په ورکولو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیدې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS