د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ صاحب محمد یعقوب نیازي د پوهنځیو له رئیسانو سره د پوهنتون ریاست په مقام کې ولیدل.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۴:۴۳
szu44

د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ صاحب محمد یعقوب نیازي د پوهنځیو له رئیسانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.

ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او ښاغلي نیازي په پیلیزو خبرو کې استادانو ته وویل کله چې په یوه اداره کې کارونه په پوره اتفاق او هماهنګۍ سره ترسره کیږي، نو د هغې ادارې ټول کارونه په منظم ډول پرمخ ځي، نو پکار ده چې په پوره اخلاص او کلک هوډ سره په ګډه د پوهنتون ټولو ستونزو او مشکلاتو ته د حل لارې چارې ولټوو، ترڅو پوهنتون د هېواد او نړۍ په کچه یو سیال پوهنتون وګرځي.

ښاغلي نیازي د پوهنځیو له رئیسانو څخه د اړوندو پوهنځیو ستونزو او وړاندیزونو په لیکلي ډول غوښتنه وکړه، ترڅو یې پرمټ د پوهنتون ستونزې حل او د پوهنتون د پرمختګ لامل وګرځي.

د پوهنځیو رئیسانو لخوا په خپل وار سره د ځینو ستونزو او د پوهنتون د پرمختګ په اړه نظرونه د پوهنتون له رئیس سره شریک کړل.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

deans of szu

szu2

szu3

szu3

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS