د شیخ زاید پوهنتون د (38)قلمه قرطاسیې قرارداد
دشیخ زاید پوهنتون اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال اسد میاشتې(3)نیټې د ماذدیګر تر 4:00 بجو پوري د (38)قلمه قرطاسیې قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه تدارکاتو آمریت څخه، چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري، تر لاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
همدارنګه خپل آفرونه په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د همدې میاشتې (5)نیټې د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته په خپل لاس واچوي.
ناوخت رسیده او انټرنيټې آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د شرطپاڼې مطابق د بانک ګرانټي په ډول اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د اسد(زمري) میاشتې په (5)نیټه د غرمې مخکې 10:10 بجې د مالي اداري چارو معاونیت کې چې ریاست مقام ودانۍ لومړي پوړ کې موقعیت لري، دایریږي.
په درنښت