د شیخ زاید پوهنتون حقوقو پوهنځي محصلینو له خوا تمثیلي محکمه تر سره شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۰:۱
tamsili Muhkama

نن ورځ د ۱۴۰۱ ل.ل کال د عقرب مياشتې ۱۶ نیټه چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۲ نيټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون د امام ابو حنیفه رح په تالار کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلینو له خوا تمثیلي محکمه تر سره شوه.

t1

د تمثیلي محکمې مراسم د قاري صاحب محمد زاهد صبور له خوا د قران عظیم الشان څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شول.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد شفیق مندوزي لخوا د محکمې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زياته کړه، چې د بشریت فطري او بنسټیزه غوښتنه دا ده، چې په سالمه او د جرایمو څخه په پاکه ټولنه کې ژوند وکړي؛ چې دا ډول ټولنې ته مونږ هغه وخت رسېدلی شو، چې په عدل او انصاف ولاړې محکمې ولرو.

dean of law

د اداري چارو مرستيال مولوي محمد شفیق رشاد په ټولنه کې د محکمې په رول او اهميت مفصلې خبرې وکړې، ورپسې د محصلانو

چارو مرستيال پوهنيار مجاهد همتيار خبرې وکړې او محصلینو ته یې ډاد ورکړ، چې په راتلونکي کې به د محصلینو لپاره په هره برخه کې هر اړخیز پروګرامونه په پام کې لري، ترڅو د نظري زده کړو ترڅنګ د دوی عملي وړتیا هم زياته شي.

د مراسمو په درېیمه برخه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلینو لخوا ترتیب شوې تمثیلي محکمه ترسره شوه، چې د ګډونوالو لخوا مثبته وارزول شوه.

muhkama

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل پاڅون مياخېل د محکمې په جزياتو باندې لنډه رڼا واچوله او ځینې نیمګړتياوې يې ګډونوالو ته په نښه کړې، چې وخت ته اړتيا لري او په دې لنډه محکمه کې نشي خلاصه کيدای.

مراسم د خوست ولایت امر بالمع روف او نهي عن الم نکر ریاست مرستيال لخوا د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS