د شیخ زاید پوهنتون او د پامیر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې ترمنځ د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک شو

szu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۵:۲۷
د شیخ زاید پوهنتون او د پامیر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې ترمنځ د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک شو


د شیخ زاید پوهنتون او په خوست کې د پامیر لوړو زده کړو مؤسسي تر منځ د پنځه کلنې ګډې همکارۍ تړون لاسلیک شو، چې په ترڅ کې به یې د دواړو نهادونو تر منځ د کیفیت لوړولو، علمي سمینارونو او د ورکشاپونو دایرولو کې همکاري وشي، همدارنګه، ددې تړون له مخې به استادان او محصلان ددې فرصت پیدا کړي چې، خپلو علمې او اکاډمیکو اهدافو ته په اسانۍ سره ورسیږي ، چې له دې لاري به خپل ولس ته په علمي برخه کې وړ او معیاري خدمات وړاندې کړي

د شیخ زاید پوهنتون او د پامیر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې ترمنځ د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي ددې ډول تړونونو لاسلیکول ډېر اغیزمن وبلل او زیاته یې کړه چې دا ډول تفاهم لیکونه د علمي برخي په پیاوړتیا او په چارو کې د سمون لپاره ډېر مؤثر ثابتیږي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سافټويرونو په مرسته د مأخذونو ليکلو تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د پوهنځيو څېړنو فرعي کمېټو لپاره د انټرنيټي پوستغالو (زیترو، مانډيلي او اينډ نوټ سافټويرونو) په مرسته د مأخذونو ليکلو يو ورځنی ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام رئیس د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون څخه لېدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام رئیس ډاکتر علي احمد امین او ورسره مل پلاوي د تدریسي روغتون سرطبيب او مسؤلینو سره د يوې غونډې په ترڅ کې لېدنه وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د تدریس اغېزمن مېتودونه او د ټولګي مدیریت تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په دې ورکشاپ کې به اغېزمن تدریس، تدریس مهم عناصر، موخې، د یوه فعال او اغېزمن ښوونکي ځانګړنې، ټولګي مدیریت، وخت مدیریت، ټولګي د پیل مدیریت، مثبت تقویت کارول او نورو موضوعاتو باندې. . .

BACK TO NEWS