د شیخ زاید پوهنتون او اندونیزیا سفارت ترمنځ د علمي همکاریو، تحقیق او بشري سرچینو انکشاف په برخه کې د تفاهم لیک پر لاسلیک بحث وشو

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۱:۵۱
szu VTC with Indonisia

د دو شنبې ورځ ( ۳۰/حمل/۱۴۰۰) د شیخ زاید پوهنتون او په افغانستان کې د دوست اسلامي هیواد اندونیزیا سفارت ترمنځ د ویډیویي ناستې په ترڅ کې ، چې په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر ښاغلی فیض الله ذکي هم شتون درلود ، د علمي همکاریو، تحقیق او د بشري سرچینو انکشاف په برخه کې د تفاهم لیک پر لاسلیک بحث وشو.

szu VTC with Indonisia

د یادې ویدیویي ناستې په پیل کې د اندونیزیا سفیر ښاغلي دوکتور عارف رحمان په خپلو خبرو کې د تفاهم لیک اړوند پروګرام تشریح کړ او شیخ زاید پوهنتون ته یې د اونېس ( Unnes) دولتي معتبر پوهنتون کې د بورسونو ورکړې ژمنه وکړه.

ورپسې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او د اندونیزیا سفیر ښاغلی دوکتورعارف رحمان ترمنځ مخامخ خبرې وشوې، چې ښاغلي اریوبي لخوا د شیخ زاید پوهنتون په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې شول او د شیخ زاید پوهنتون سره یې دمګړۍ د بورسونو ورکړې مننه وکړه. ښاغلي اریوبي د محترم سفیر رحمان سره د سولې په تړاو هم بحث وکړ چې دوست اسلامي هیواد د سولې په راوستو کې رغنده رول لرلی شي.

szu VTC with Indonisia

ښاغلي سفیر رحمان ژمنه وکړه چې وخت او شرایطو ته په کتو سره به حتما د شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه کوي.

په ورته ډول دوه ورځې وړاندې هم د ترکیې اسلامي هیواد د اوکان پوهنتون ( Okan) سره د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي اریوبي ویدیویي ناسته لرله چې پکې د محصلانو او استادانو د زده کړو تبادلې سربیره پر تحقیقاتي او څړنیزو پروګرامونو هم خبرې وشوې، چې په نږدې راتلونکې کې به ورسره پر تفاهم لیک دلاسلیک بحث وشي.

د یادولو وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري تل هڅه کوي چې د هیواد راتلونکي نسل د اوسني عصر تقاضاو مطابق په عصري علومو سمبال وروزل شي تر څو هیواد مو د سیمې او نړۍ په کچه سیال ووسي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS