د شیخ زايد پوهنتون چاپېريال کې د ۳۷۰۰ نيالګیو کېنولو چارې پيل شوې.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۰
jhnbgvbfg

نن دو شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۷مې نيټې سره برابره ده، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په را رسیدو سره د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند خدماتو آمریت د سرسبزۍ مدیریت په هڅو د شيخ زايد پوهنتون شاوخوا چاپېريال د زرغونتيا په موخه د نيالګیو کېنولو چارې پیل شوې.

په یادو نيالګيو کې چې مختلف ډوله مېوه لرونکي او زینتي نیالګي پکې شامل دي، د پوهنتون شاوخوا غونډیو، د پوهنتون دننه ځینو برخو او څېړنیز فارم په ځینو ساحو کې کېنول شي، چې په دې سره به د محصلانو لپاره د مطالعې یو شین تازه چاپېریال رامنځته او د هوا په صافوالي کې به مهم رول ولري.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS