د شيخ زايد پوهنتو علمي شورا نوبتي ناسته تر سره کړه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۲:۹
D

نن چهار شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د ليندۍ مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق د جمادي الثاني مياشتې له ۷مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د شیخ زايد پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

په ياده ناسته کې د شیخ زايد پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او لوړ رتبه استادانو ګډون کړی و، چې د تېرې علمي شورا د پرېکړو تعقيب سربېره، د کیفيت لوړونې، مسلکي پراختيا مرکز او د پوهنتون عمومي کميټو اړوند تطبیقي راپورونو، د پوهنتون په یو شمېر داخلي موضوعاتو، مقرریو، انفکاک، ترفيعاتو، د محصلانو په عرایضو، ستونزو او یو شمېر متفرقه مسائلو باندې بحث تر سره شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې و شوې.

S

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS