د شيخ زايد پوهنتون چاپېریال کې د ګوړیو او د چیک ډیمونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۲:۴۴
سیثقفغ

سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۳مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون شاوخوا غونډیو د زرغونتیا په موخه د نيالګیو کېنولو لپاره د ګوړیو کيندلو او دوو چيکډیمونو جوړولو چارې د افغانستان لپاره د ناروې کميټې لخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي همکارۍ پيل شوې.

د پرانیستنې په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنمل مفتي عزت نور، د کرنې پوهنځي رئيس پوهنمل اختر جمال جمالي، د یادې مؤسسې مسؤلو انجینرانو او څېړنیز فارم مسؤلینو ګډون کړی و.

د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري مرستيال پوهنمل مفتي عزت نور د يادې مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه چې د وطن آبادۍ په خاص ډول د پوهنتون زرغونتیا په برخه کې همکاري کوي، نوموړي زياته کړه چې د يادو چارو پیل سره به د زياتو خلکو لپاره د کار کولو فرصت هم رامنځته شي او د پروژې مسؤلینو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادې مؤسسې انجینرانو یونس او کلیم الله احمدزي د چیک ډيمونو او ګوړیو کيندلو چارو د پیل په اړه لنډ معلومات ورکړل او ياده پروژه یې د پوهنتون زرغونتیا، د سیلاب مخنیوي او د ځمکې تخریب مخنیوي لپاره ډېره ګټوره وبلله او زياته یې کړه چې (۶۶۰۰) د نيالګیو کينولو ګوړي، دوه چکډیمونه، د اوبو لپاره لوی ډنډ جوړولو سربېره به پکې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS