د شيخ زايد پوهنتون محصلانو تر منځ د تحصيل تر عنوان لاندې والیبال سيالۍ پای ته ورسيدې.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۴
cdfgvcfgd

شيخ زايد پوهنتون کې د تحصيل تر عنوان لاندې د والیبال سيالۍ چې څه موده وړاندې د محصلانو چارو معاونيت لخوا د دوولسو پوهنځيو، اداري کارکوونکو او لیلیې محصلانو لوبډلو تر منځ په لاره اچول شوې وې، پای لوبه تر سره شوه.

پای لوبه چې تېره ورځ د انجنیري، حقوق او سياسي علومو پوهنځيو لوبډلو تر منځ تر سره شوه، د انجنيري پوهنځي لوبډلې وکړای شول چې دوه د يو په مقابل کې حقوقو او سياسي علومو پوهنځي لوبډلې ته ماتې ورکړي او بريا په خپل نوم کړي.

دغه سيالۍ مطالعې ته د محصلانو هڅونې، ذهني ارامتیا، د محصلانو تر منځ د صمیميت او یووالي ساتل او د والیبال په برخه کې د محصلانو استعدادونو را برسېره کولو په موخه د ترتيب شوې وې او اتلس ورځې یې دوام وکړ.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS