د شيخ زايد پوهنتون علمي مجله تازه له چاپه را ووته.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۵:۵۲
علمي مجله ـ ۳۷ ؛ڼه

د شيخ زايد يوهنتون علمي مجله چې علمي څېړنو معاونیت لخوا په هرو درېيو مياشتو کې یو ځل چاپېږي، تازه یې ۳۷مه ګڼه چې په بېلا بېلو علومو کې مختلفو موضوعاتو باندې تر سره شویو څېړنو باندې ليکل شوې ۲۳ مقالې پکې شاملې دي، له چاپه را ووته.

په دې ګڼه کې په ارتباطاتو کې د پیغام ارزښت، څنګه کولی شو چې له دين څخه د سياست جلا والي فکر اصلاح شي، د داخلي تولیداتو لپاره بازار موندنه، په خوست ولایت کې د صنعتي پارک اهمیت، د معنوي ملکيت حقوقو لنډه پېژندنه، په اسلامي شريعت کې د ښځو حقوق، د اسلامي حکومت بنسټونه او د خلیفه ټاکل کېدل، د اميندوارۍ پر مهال د ښځو د تغذيوي اړتياوو څېړنه، د خوست ولایت سياحتي سيمو لنډه پېژندنه، د وزې او غوا د شېدو پرتلنه او دې ته ورته ۲۳ څېړنيزې مقالي پکې ځای پر ځای شوي دي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري د تدریسي روغتون له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري له تدریسي روغتون څخه لیدنه او د یاد روغتون له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۵۹
Background image

اداري کارکوونکو ته د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون ۳۱ اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.
ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکوونکو چارو آمريت د ظرفیت لوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۹
Background image

شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

BACK TO NEWS