د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.
نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۲۶مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مسلمين راشد تر مشرۍ لاندې چې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او لوړ رتبه استادانو پکې ګډون درلود، تر سره شوه.
ياده ناسته کې د تېرو کړنو ګزارشونو، د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي او مدیریتي سېستم په اړه د پوهنځیو رئیسانو ګزارش، د ځینو استادانو په ترفېعاتو او نویو مقرریو په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت