د شيخ زايد پوهنتون د وارداتي بریښنا پروژې چارې پیل شوې.
د شيخ زايد پوهنتون د ۲۵۰۰ کيلو واټه وارداتي بريښنا پروژې چارې د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نداء محمد نديم، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، د پوهنتون مرستیالانو او استادانو په شتون کې پيل شوې.
ياده پروژه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ۱۰۵۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ساختماني چارې یې د نور ساختماني شرکت لخوا په مخ بيول کېږي او په ۴۵ ورځو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د یادې پروژې په بشړیدو سره به پوهنتون له وارداتي بریښنا سره وصل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت