د شيخ زايد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته دیني ـ اصلاحي یو ورځنی سيمينار وړاندې شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۳۲
دلابیرززز

په ياد دیني ـ اصلاحي یو ورځني سيمينار کې د اسلامي نـ.ـظام پېژندنه، ارزښت او د نورو نـ.ـظامونو سره یې توپير، د مسلمانانو  ضعف لاملونه، د اتحاد او اتفاق ګټې او د تعصب زيانونه، د نفس تزکیه، له ناړوه صفاتو څخه ځان پاکول او په ښو اخلاقو او نېکو صفاتو ځان سینګارول، د ګناهونو تاوانونه، د نبوي سنتو پیروي، د شرعي حلیې حکم او ګټې موضوعاتو باندې د شيوخو کرامو له لوري بيانونه وړاندې شول.
ياد دیني ـ اصلاحي سيمينار  د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د افتخاري شیوخو درسونو د پلان سره سم برابر شوی و، چې د خوست شیوخو کرامو له لوري مهم موضوعات پکې وړاندې شول.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام ۲۸مه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۲۴مه
 ۲۰۲۶ م کال د جون ۱۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS