د شرعياتو پوهنځي څلورم ټولګي محصلانو غزني ولایت ته شپږ ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۲۲
m mkjjuuytgvb

د شيخ زايد پوهنتون شرعياتو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا غزني ولایت ته شپږ ورځنی علمي سفر تر سره کړ.
د ياد علمي سفر په تر څ کې د سلطان محمود غزنوي رحمه الله، بهایي جان اغا، بهلول دانه، حکیم سنایي قبرونو، جمع اولیاء او دیني مدرسې، بالاحصار، اسلامي ثقافت ښارګوټي، غزني تخنیکي او غزني پوهنتونونو څخه ليدنې وشوې چې د اړوندو مسؤلينو لخوا ورته د يادو ليدنو پرمهال هر اړخيز معلومات ورکول کېدل.
 ياد علمي سفر د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ برابر شوی و، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۳مه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۲۰مه
 ۲۰۲۶ م کال مې د لسمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS