د دوحـ.ـې تړون کتاب ازموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۲۲
رذلاذداتد

هغه غونډه چې په همدې موخه د شيخ زايد پوهنتون لیلیې په مسجد کې رابلل شوې وه، د خوست ولایت پوهنې رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، د شیخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل، مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد، د تدریسي روغتون سرطبیب پوهنیار ډاکټر راز محمد او محصلانو برخه لرله. 
د خوست ولایت پوهنې رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد محصلانو ته وینا وکړه، چې هغوی یې خپلو مسؤلیتونو او لا مؤثرو زده کړو تر لاسه کولو ته متوجې کړل.
د مراسمو په پای کې هغو محصلانو ته چې په ياده ازموینه کې یې لوړې نمرې تر لاسه کړې وې، جايزې او یو شمېر تخفې چې کمپيوټرونه او نور قیمتي اجناس پکې شامل و، ورکړل شول.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS