د حقوقو او سیاسي علومو، کمپيوټر ساينس او انجينري پوهنځيو څخه (۲۵۴) محصلان فارغ شول.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۲۸
ert

 

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۱۳مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون له درېیو پوهنځيو د حقوق او سياسي علومو پوهنځي له دوو څانګو څخه (۷۵)، د انجینري پوهنځي له مهندسي څانګې څخه (۷۴) تنه او د کمپيوټر ساينس پوهنځي له دوو څانګو څخه (۱۰۵) تنه محصلان فارغ شول.

gty

د انجینري پوهنځي مهندسي څانګې او همدارنګه د کمپيوټر ساينس پوهنځي د فراغت غونډو په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، په خپلو ویناوو کې فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته د مبارکۍ تر څنګ د انجینري علومو او کمپيوټر ساینس علومو د ارزښت په اړه په زړه پورې ویناوې وکړې.

ښاغلي راشد په خپلو خبرو کې وويل:((علم د الله جل جلاله څخه په ويره او تقوا کې دی؛ نه د زياتو معلوماتو په حاصلولو کې)) همدارنګه محصلان یې د الله جل جلاله د احکامو اطاعت، پرهيزګاري، د لمانځه او قرآن کريم پابندي، خيانت او کبر کولو څخه د ځان ساتلو، د حق طرفداري او د انسانانو حقوقو ته درناوي په اړه ارزښتناکې توصیې وړاندې کړې او زياته یې کړه چې ستاسو مسلکي توب هغه وخت مفيد کيږي؛ چې د الله جل جلاله اطاعت پکې وي.

der

د نن ورځې فراغتونو په دوام تر دې دمه د شيخ زايد پوهنتون له نهو(۹) پوهنځیو څخه (۸۸۸) تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول او د شيخ زايد پوهنتون اداره دوی ته په راتلونکي کې په خپلو مسلکونو کې د لا پرمختګ او نورو برياوو هيله کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۵:۲
Background image

محصلانو ته په ژورنالېزم کې د جغرافیې اهمیت ترسرلیک لاندې سیمینار وړاند شو.

د شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د محصلانو چارو معاونیت له لوري په ژورنالېزم کې د جغرافیې اهمیت موضوع په اړه ترتیب شوی سیمینار وړاندې شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

محصلانو ته د اېپسټینیزم نړیوالې دجالي شبکې فعالیتونه ترسرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو او علمي څیړنو معاونیتونو په ګډه همکارۍ محصلانو ته (د اېپسټینیزم نړیوالې دجالي شبکې فعالیتونه) ترسرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

BACK TO NEWS