د جیولوجیستانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د معدنونو ریاست او د شیخ زاید پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۱:۱۱
szu social science

تیره ورځ(۱۱ حمل ۱۴۰۰)چهارشنبه د جیولوجیستانو نړیوالې ورځې په مناسبت د امام ابوحنیفه رح د غونډو په تالار کې د ټولنیزو علومو اړوند د تاریخ او جغرافیې څانګې او د خوست ولایت د معدنونو ریاست سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د یادې ورځې په اړه سمینارونه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته وړاندې شول.

szu social science

په سمینار کې د پوهنتون علمي مرستیال شفیع ګل شفیقي، مالي او اداري مرستیال فیض الله فیض، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د معدنونو رئیس لایق محمد او د یاد ریاست اداري کارمندانو او زیات شمېر محصلانو ګډون کړی و.

د استاد پوهنیار عصمت الله زیارد پیلیزې وینا وروسته، علمي مرستیال شفیقي په هیواد کې د جیولوجیستانو په ارزښت او ضرورت په تفصیل سره خبرې وکړې، د افغانستان د جیولوجي په تاریخي پس منظر یې رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان جغرافیه کې ۱۴۰۰قیمتي منرالونه موجود دي، چې له دې جملې څخه لاجورد یې شاوخوا ۴۵۰۰ کاله پخوا د یوې قیمتي تیږې په توګه پیژندل شوې وه. 

szu social science

ورپسې د معدنونو ریاست اړوند انجینر وکیل خان افتاب لخوا (د خوست ولایت جیولوجي) ترعنوان لاندې د منرالوجي په برخه کې، د ټولنیزو علومو پوهنځی استاد نظیرګل صدیقي د( ډبرو دوران) په برخه کې او د خوست دارلمعلمین رئیس او مشر استاد سید احمد شاه خالص د (جیوکرونالوجي) په برخه کې په زړه پوري سمینارونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.

szu social science

د یادونې وړ ده، چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري د پوهنتون د محصلانو د علمي ارتقاء په موخه، ورته ډول تفاهم لیکونه له نورو ریاستونو سره هم لاسلیک کړیدي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۴۰۰تحصیلي کال کانکور ازموینې لړۍ پای ته ورسیده

نن جمعه (۱۰/ثور/۱۴۰۰) د سږ کال لپاره شیخ زاید پوهنتون کې درې ورځنۍ د کانکور ازموینې لړۍ د درېیمې ورځې ازموینې په اخیستو سره پای ته ورسیده.

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې د کانکور ازموینې لړۍ پیل شوه

نن ورځ چهارشنبې (۸/ثور/۱۴۰۰) د سږ کال کانکور ازموینو درې ورځنۍ لړۍ په شیخ زاید پوهنتون کې پیل شوه.د پیل په مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، د کابل څخه راغلي د. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۱۵:۵۹
Background image

د انجینري پوهنځي مهندسۍ څانګې فارغ محصلانو د دیپلوم دفاع په موخه خپلې پروژې غونډې ته وړاندې کړې

د یکشنبې ورځ(۵/ثور/۱۴۰۰) شیخ زاید پوهنتون د امام ابوحنیفه رح د غونډو په تالار کې د انجینري پوهنځي اړوند مهندسۍ څانګې ۸۵ فارغ محصلانو له جملې څخه یې ۱۰ ممتازو محصلانو دیپلوم دفاع په موخه. . .

BACK TO NEWS