د بهاري سميستر د پای ازموینې پیل شوې.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۳۷
ازموینې پیل ۱۴۰۴

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۹مې نیټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د بهاري سميستر د پای ازموینو لړۍ پيل شوه.

د ازموینې له جريان څخه د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـانـ.ـي چې د علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل او محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب یې هم ملتيا کوله ليدنه وکړه، چې د ازموینې بهير ښه وارزول شو او په ځینو برخو کې یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتې وکړې.

يادې ازموینې چې نن شنبه پیل شوې شاوخوا درې اونۍ به دوام وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS