د انجینري پوهنځي محصلینو تجربو، څیړنیزو او عملي زده کړو د زیاتوالي لپاره هوکړه لیک لاسلیک شو
د شیخ زاید پوهنتون د انجینري پوهنځی او د خوست ښار جوړولو او ځمکو ریاست سره د علمي چارو د انجینری مسلک اړوند په اتو(۸) مادو کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو
په یاده هوکړه لیک کې د دواړو اړخونو لخوا د افکارو دتبادلي او اسانتیاوو برابرول، په علمي ، تحقیقاتي او تکنالوژیکي نمایشاتو کي همکاري، محصلانو ته د علمي او څيړنیزو کارونو زمینه مساعدول، د انجینري پوهنځی محصلین په پروژو کې روزل، د پروژو په ډیزاین کې همکاري، د نویو ترلاسه شویومعلوماتو، کتابونو او تحقیقاتي نتایجو شریکولو په برخه کې، د پوره همکاریو ډاډ او د عملي کولو په برخه کې کلک هوډ څرګند کړیدی.
د شیخ زاید پوهنتون رئیس او اداره تل په دې هڅه کې ده، ترڅو محصلین په عملي ډول وروزل شي چې په راتلونکي کې د هېواد لپاره په مسلکي ډول خدمت وکړي