د انجینري پوهنځي محصلانو پکتیا پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۳:۱۲
swerf

د شیخ زاید پوهنتون انجنیري پوهنځي سېول او مهندسي څانګو ۲۶ تنو محصلانو د پوهندوی نقیب احمد نعیمي تر لارښوونې لاندې علمي سفر پکتیا پوهنتون ته ترسره او د پکتیا پوهنتون په لابراتوار کې یې د مختلفو ساختماني موادو ټیسټونه تر سره کړل.

محصلانو ته د لارښود استاد او پکتیا پوهنتون انجنیري لابراتوار متخصص عبدالله شیرزاد لخوا د یاد لابراتوار په اړه مفصل معلومات ورکړل شول او د انجینري موادو اړوند یو شمېر ټیسټونه په عملي ډول تر سره شول، چې د محصلانو لپاره یې زده کول مهم و.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS