خبرتیا!

szu_admin
اعلان

د اختصاصي (۱۴پاسانو) او شپې پوهنځيو د کانکور  آزموینو د ثبت نام ځانګړي فورمې شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته را رسيدلي دي، په شرايطو برابر داوطلبان کولی شي چې د روان کال حمل مياشتې له (۱۵مې) نيټې څخه د حمل تر (۲۴مې) نيټې پوري اړونده فورمې د محصلانو چارو معاونيت څخه ترلاسه کړي.
پاتې دې نه وي چې د انسټیټيوټ او ميخانيکي زده کړو فارغانو د نمرو فیصدي بايد له اتیا(۸۰)سلنې پورته وي او د دارالمعلمین فارغو ښوونکو لپاره فیصدي په نظر کې نه نيول کيږي.
د دې ترڅنګ تاسو ته بهتره معلومه ده، چې د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د کانکور آزموینې ټولو نويو بریاليو محصلانو لپاره هم نوم لیکنه روانه ده، نو هغه اختصاصي (۱۴پاس) او شبانه محصلان چې په HEMIS سيستم کې د ډیټا د نشتون پر اساس له نوم ليکنې پاتې و، خبر ورکول کیږي چې سهار له اتو (۸) بجو څخه تر ۰۱:۰۰ بجې د نومليکنې په موخه محصلانو چارو معاونیت ته حاضر شي! 
                            درنښت
د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت

ورستی خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۹:۳۸
Background image

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي،

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال قوس میاشتې(27)نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د شیخ زاید . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۵:۲۷
Background image

موضوع: د شیخ زاید پوهنتون NTA بستونو اعلان په اړه:

د کادري روغتون محترم سرطبابت ته!

موضوع: د شیخ زاید پوهنتون NTA بستونو اعلان په اړه:

شیخ زاید پوهنتون کار اهل کار ته سپارلو په موخه لاندې ۴ قراردادي بستونه د ازادې سیالی له لارې اعلان . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۴:۴۷
Background image

شیخ زاید پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه.

د روان ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۷مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعيل . . .

Back to announcements