خبرتیا!
د اختصاصي (۱۴پاسانو) او شپې پوهنځيو د کانکور آزموینو د ثبت نام ځانګړي فورمې شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته را رسيدلي دي، په شرايطو برابر داوطلبان کولی شي چې د روان کال حمل مياشتې له (۱۵مې) نيټې څخه د حمل تر (۲۴مې) نيټې پوري اړونده فورمې د محصلانو چارو معاونيت څخه ترلاسه کړي.
پاتې دې نه وي چې د انسټیټيوټ او ميخانيکي زده کړو فارغانو د نمرو فیصدي بايد له اتیا(۸۰)سلنې پورته وي او د دارالمعلمین فارغو ښوونکو لپاره فیصدي په نظر کې نه نيول کيږي.
د دې ترڅنګ تاسو ته بهتره معلومه ده، چې د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د کانکور آزموینې ټولو نويو بریاليو محصلانو لپاره هم نوم لیکنه روانه ده، نو هغه اختصاصي (۱۴پاس) او شبانه محصلان چې په HEMIS سيستم کې د ډیټا د نشتون پر اساس له نوم ليکنې پاتې و، خبر ورکول کیږي چې سهار له اتو (۸) بجو څخه تر ۰۱:۰۰ بجې د نومليکنې په موخه محصلانو چارو معاونیت ته حاضر شي!
درنښت
د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت