تدریسي روغتون سره د نړیوالې روغتیایي ټولنې لخوا طبي مرسته وشوه.
پنجشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادي الآخرة مياشتې له ۱۷مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون سره د نړیوالې روغتیایي ټولنې لخوا طبي مرسته وشوه.
په یاده طبي مرسته کې (۳۰) کارتنه (رينګر لکتيت پنځه سوه ملي ليتره) شامل و، چې د تدریسي روغتون مسؤلینو له لوري د نوموړي ټولنې همکاري وستایل شوه.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت