د انجنیري پوهنځی ریس

د انجنیري پوهنځی ریس

پوهندوی دیپلوم انجنیر ریدي ګل همدرد

Dean of the faculty

پوهندوی دیپلوم انجنیر  ریدي ګل همدرد د فقیر حسین زوی  اوپه   ۱۳۵۶لمریز کال د پکتیا ولایت د سيدکرم ولسوالی په غنډی  کلي کې زيږیدلی دی. تر ماسترا کچې لوړې زده کړې لری  په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د هند حیدراباد د ورنګل د تکنا لوژی د ملی انستیتوت څخه د ترانسپورتشن  انجنیري په برخه کې  په لومړي درجه ماسټرا سند ترلاسه کړی ده، ّهمدرانګه  په ۱۳۸۳ لمریز کال   کې کدر ته شامل چې لومړی دسیول څانګه کې استاد بیا دسیول څانګې امر وټاکل شو، چې وروسته بیا د شیخ زاید پوهنتون عمومي د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې دندې مسولیت وروسپارل شو د علمي اثارو د لیکنو لړۍ یې لسو(۱۰) ته راسیږي چې دوه مقاله یې په نړیوال ژورنالو کې هم چاپ شوې ده.  پښتو یې مورنۍ ژبه ده  په دری، انګلیسي او هندي ژبو خبرې کولای شي..

پیغام:

په ټولنه کې د انساني ژوند د ښه پرمختګ لپاره ودانۍ ډيرې مهمې دي. ځکه نو، د ډېر پخوا څخه انسانانو د خپل ژوند د پرمخ بيولو لپاره د خپل وس سره سمې ودانۍ  جوړې کړېدي. مګر اوس چې د ټکنالوژۍ دور دی، د عصري او مدرن ساختمانونو په جوړولو کې لوی برياليتوبونه ترلاسه شويدي. نو په دې اساس    د شيخ زايد په پوهنتون کې د نورو پوهنځيو ترڅنګ د انجنيري پوهنځۍ هم د ټولنې د غوښتنو او اړتیاؤ د پوره کولو په موخه تاسيس شوې ده او خپل علمي فعاليتونه ، هيواد او ټولنې ته  د ښه خدمت په موخه وړاندې کوي. غواړي چې، د علم په ګاڼه سمبال کادرونه په  ملي او اسلامي روحيه  وروزي.  ترڅو، د خپل  ګران هېواد د ابادۍ او سمسورتيا لپاره  نه ستړې کيدونکې هڅې وکړي..  دا  چې اوس زمونږ ګران هيواد جګړو ځپلی دی او ډېرې ودانۍ يې ويجاړې او له منځه تللې دي ،  نو د ګران هيواد د بيا رغونې او د سر پنا د نه شتون د کچې د را ټيټولو په موخه دعلم په ګاڼه سمبال مسلکي  کادرونو ته ډېره  اړتيا ده.

بناً د افغاستان اجتماعي، اقتصادي او علمي پرمختياوو او د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ سره سم د شيخ زايد پوهنتون په چوکاټ کې  انجنيري پوهنځی هر کال په لس ګونو تنه ځوان انجنيران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي. چې د هيواد په ګوټ، ګوټ کې په دندو ګمارل ګمارل کيږي او د هيواد په ابادولو کې فعاله برخه لري. د انجينری پوهنځی استادان ژمن دي چې په راتلونکې کې  د ټولنې د اړتیاؤ د پوره کولو په برخه کې نور هم اغېزمن ګامونه پورته کړي.

کورپاڼه