د انجينري پوهنخی لیدلوری او رسالت

 

لرليد (Vision)

انجنیري پوهنځی  د باکیفیته تدریس ، زده کړیز او څیړینزو کړنو په نتیجه کې د ټولنې د غوښتنو سره سم د لسانس په کچه  فارغ مسلکی کادرونه وړاندې کوي. د راتلونکو برنامو په لړ کې  د ماسټري او دوکتورا لوړو زده کړو لپاره زمینه مساعدول او نړیوالو پوهنتونونو سره د اکادمیکو همکاریو توامیت امضا کول یې په لومړیتوبونوکې قرار لري.

 

ماموریت(Mission)

انجینري پوهنځی په لوړه کچه او د نړيوالو عصري نورمونو سره سم د انجنیري  باکیفیته  زده کړو لپاره زمینه برابروي ، تر څو  ټولنې ته په  اسلامي او ملي روحیه سمبال مسلکي ، نوښتګر کادرونه وړاندې ، اوهمدارنګه  اخلاقي  او مسلکي ارزښتونو ته وده ورکړي.

علاوه پر دې انجنیري پوهنځی د محصلانو لپاره  د علمي څیړنو، زده کړیز چاپيریال ، عملي زده کړې او مهارتونو لوړولو لپاره جاري هڅې کوي.

 

ارزښتونه (Values)

  • اسلامي روحيه او اخلاق
  • ملي يوالی
  • باکیفیته لوړې زده کړې
  • سالمه اداره
  • نظم او دیسيپلين
  • د علمي غړو اکاډميکه ازادي
  • د څانګې اکاډميک واک
  • د علمي څېړنو اجرا کول
  • د محصل حقوق

 د انجينري پوهنځی موخې

انجنیري پوهنځی د يوې زده کړيزې ادارې په توګه  د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژي او پالیسي سره سم  لاندې موخې ټاکلې دي:

۱. د هیواد او ټولنې اجتماعي، اقتصادي او علمي پرمختياوو لپاره د خدماتو وړاندې کول

۲. په ملي او اسلامي روحيه د سمبالو کادرونو وړاندې کول.

۳. محصلينو ته په نظري، علمي او عملي اساساتو ولاړه مسلکي ښوونه او روزنه چمتو کول.

۴. د ملي او نړيوالو بازارونو د اړتياوو سره سم د څېړنيزې پوهې رامنځته کول.

۵. د تحصیلي سویې لوړولو(ماسټري ، دوکتورا او مافوق دوکتورا) زده کړو په موخه ، بهرنیو هیوادونو ته د علمي کادرونو لیږل.

۶.د اکاډمیک نظم او د سيپلین رامنځته کول.

۷. دا سې هڅې او کړنې ترسره کول تر څو انجينري پوهنځی د کیفیت تضمين تر ټولو لوړ اعتبار ترلاسه کړي.

۸. د ټولنې او کاري شريکانو اړتياؤ او غوښتنو ته په پام سره د غوره تحصیلي نصاب درلودل.

۹. د پوهنځی پرسونل او محصلینو علمي ظرفیتونو د لوړولو په موخه بهرنیو او داخلي پرمختللو پوهنتونونو او علمي موسسو سره همیشنۍ اړیکې قایمول او د اکادمیکو هوکړه ليکونوامضا کول.

۱۰. پورتنیو اهدافو ته د رسیدو لپاره د مالي شونتياوو پیدا کول او برابرول.

مهندسی څانګې ماموريت او ليد لوری

مدیریت

  مهندسی دیپارتمنت به  بازار محوره پروګرام د نوښت لرونکي تدریس له لارې تولنې ته وړاندې کړي؛ نویو تدریسي میتودونو او څېړنې ته به په هغې کې ځای ورکړي ترڅو په مثبته توګه د هېواد والو په ژوند اغیزه وکړي او د افغانستان اقتصاداو بیا جوړونه ور سره وده وکړي. د مهندسی دیپارتمنت تحصیلی پروګرام به داسې فارغ التحصیلان ټولنې ته وړاندې کړي چې بشري ځواک ته د داخلیدو لپاره به چمتو وي او په داخلي او سیمه ایزه کچه به سیالي کولای شي.

لرلید

د مهندسی څانګی فارغ التحصیلان به د خصوصي او دولتي ادارو سره دمختلف ډوله ساختماني پروژو په پلان کولو  او مهندسی دیزاین  ، سروی، ، ښاری انکشاف ، د کمپیوتری نقشو په ډیزاین  کی به ټولنی ته خدمتونه وړاندی کړي او له دې لارې به په ټولنه او منطقه  کې یو مثبت بدلون رامنځته کوي. دغه تحصیلي پروګرام به محصلین وهڅوي ترڅو یو شمیر د انتقال وړ مهارتونه ( اړیکې، ډلییز کار، مدیریت) را منځته کړي او د لیسانس تر کچې پورې به د مهمو ساختماني  پروژو دهر اړخیزي څېړنی په  برخه کی رغنده رول ولوبوي.  

موخې

  • محصلین په داسې مهارتونو سمبالول کړي ترڅو د مهندسی یا د ښاری انکشاف د سکتور په برخه کې د  دساختماني پروژو مهندسی دیزاین د تولو منطقوی عوښتنو سره سم ترسره کړی او ښاری انکشاف ته د عوښتنو مطابق پراختیا ورکړی، د منطقی په اقتصادی ، سیاسی او اجتماعی انکشاف په برخه کی د سلاکارانو په توګه خپلې دندې پر مخ بوځي.

  • محصلینو ته د اړیکو ټینګولو او تصمیم نیولو د مهارتونو په اړه روزنه ورکول ترڅو په ساختماني برخه کې دندې په بریالیتوب سره تر سره کړي.

تحنیکي علومو څانګې ماموريت او ليد لوری

(Vision) لر لید

د شیخ زایدپوهنتون انجینري پوهنځی د تخنیکی علومو دیپارټمنټ د یوه باکیفیته سیستم له لارې د انجنیري ساختماني پروژو او په ټوله کې د افغانستان د ودانیزو چارو په ټولګټو کې به  د سېول انجنیري سره د همکارې برخې په توګه اساسي رول ولري.. ټولو ارزښتنو ته په درناوي په پرمختللي اکاډمیکه پوهه سمبال او د هیواد د بچیانو د روزلو لوړ ظرفیت ولري. په لوړه سطحه  ټولنې ته د انجنیرانو په وړاندې کولو سره  دهیواد پرمختک په برخه کې رغنده ونډه واخلي.

(Mission)  رسالت

دانجنیري  تخنیکي علومو څانګه د داسې علمي چاپیريال په هڅه کې ده چې د سیول او مهندسی فارغو محصلانو کې د سیول انجنيري او مهندسی انجنیری  اړونده بنسټيزه پوهه، د ودانیو مقاومت ،  مناقشه او د سیول انجنيري د  پيچيده مسائيلو د حل کولو وړتيا رامنځ ته کوي.

کورپاڼه