اداري فساد ته لنډه کتنه او پر وړاندې یې د حل لارې چارې تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۷
اداري بسوت

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ. ش کال د جوزا مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۰مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون اداري کارکوونکو ته اداري فساد ته لنډه کتنه او پر وړاندې یې د حل لارې چارې تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

په دغه ورکشاپ کې چې شاوخوا څلوېښتو اداري کارکوونکو پکې ګډون درلود، د اداري فساد پېژندنه، لاملونه، د مبارزې مېتودونه او حل لارو باندې معلومات وړاندې شول.

ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو او د استادانو مسلکي پرمختيا آمریتونو په ګډه همکارۍ برابر شوی و، چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل محمد ساقي عادل لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS