شیخ زاید پوهنتون او د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۵:۵۶
شیخ زاید پوهنتون او د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

 :شیخ زاید پوهنتون او د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

شیخ زاید پوهنتون او د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
هوکړه لیک د شیخ زاید پوهنتون ریاست مقام کې د پوهنتون رهبرۍ او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست لخوا د ګډو همکاریو په موخه چې دواړه اړخونه به په علمي، څیړنیزو او وړتیاو په لوړولو کې له یو بل سره د مشترکو موخو په نظر کې نیولو سره همکاري کوي، په ۱۲ مادو کې لاسلیک شو.
د یادو مراسمو ګډونوالو ته رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي زیاته کړه چې، ددې هوکړه لیک په مټ به د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلین وکولی شي، چې د نظري زده کړو ترڅنګ به د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې خپلي زده کړي عملاً ترسره کړي او هم یې د معلوماتي تکنالوژۍ له رئیس انجینر محمد عارف احمدزي څخه مننه وکړه، چې محصلینو ته دا ډول زمینه برابره وي او ذکر شوي هوکړه لیکونه یې د پوهنتون محصلینو لپاره په عملي زده کړو کې د پرمختګ لامل یاد کړ.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ محترم رئیس احمدزي خبرې وکړي نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چمتو دی چې د خپل اداري کارمندانو پرمټ د شیخ زاید پوهنتون محصلینو سره په دې برخه کې د لا زیاتو عملي زده کړو لپاره زمینه مساعده کړي.
یاده دې وي، چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري په تیر کې هم د خوست ولایت مختلفو ریاستونو سره د محصلینو عملي او علمي زده کړو په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک کړیدي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۰
Background image

د شیخ زايد پوهنتون چاپېريال کې د ۳۷۰۰ نيالګیو کېنولو چارې پيل شوې.

نن دو شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۷مې نيټې سره برابره ده، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په را رسیدو سره د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۰
Background image

د ولایتي ګډ هیئت لخوا د شیخ زايد پوهنتون اداري کارمندانو کړنې و ارزول شوې.

د رياست الوزراء د (۱۵۴) ۲/۴/۱۴۴۶ ګڼه حکم پر اساس د شیخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت او د خوست ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت مسؤلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رئیس په لیلیه کې د مېشت محصلانو څخه لیدنه وکړه.

چهار شنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۲مې نيټې سره برابره وه، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني، د. . .

BACK TO NEWS