د شیخ زاید پوهنتون رئیس په لیلیه کې د مېشت محصلانو څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۰
للابرزبیې

چهار شنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۲مې نيټې سره برابره وه، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني، د محصلانو او اداري چارو مرستیالانو یې ملتیا کوله، د دغه پوهنتون په لیلیه کې مېشت محصلانو د استوګن ځاینو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نیسم حـ.قـاني زده کړو ته د هڅولو په موخه محصلانو ته لازم هدایت وړاندې کړل او ترڅنګ یې په لیلیه کې د مېشت محصلانو ستونزې واوریدې او ډاډ یې ورکړ؛ چې ستونزو ته به یې پر وخت رسیدنه وشي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS