​ شیخ زاید پوهنتون کې د سويل ختيځ زون پوهنتونونو لپاره د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځينی روزنيز ورکشاپ پیل شو. ​

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۴۲
77

 

1

دوشنبه چې د ۱۴۰۲هـ.ش کال د سنبلې ۲۷مه، د ۱۴۴۵هـ.ق د ربیع الاول له ۳مې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

2

یاد ورکشاپ د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني په امـارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د تضمين کیفیت او اعتبار ورکونې پروسې د غښتلتیا او لا ګړنديتوب په اړه خبرې وکړې، چې په عملي کېدو سره به یې د پوهنتونونو اعتبار زيات او په نړيوالو معيارونو سمبال شي.

3

ورپسې د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین امين او پوهندوی رضوان الله ممله وال لخوا د ارزونې، اعتبار ورکولو او ځان ارزونې د پروسې او تضمين کیفیت د چوکاټ جوړښت، معیارونو تفسیر په اړه معلومات ارایه کړل شول.

4

د يادولو ده چې یاد ورکشاپ کې د شیخ زاید پوهنتون، پکتيا، لوګر، پکتیکا امـارتي او خصوصي پوهنتونونو د تضمين کیفیت مسؤلین ګډون لري، چې څلور ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د تضمين کیفیت په ټولو معيارونو مناقشې او بحثونه تر سره شي.

5

 

6

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۴۹
Background image

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست مسؤلینو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې څخه لیدنه وکړه.

تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له ۱۲مې نيټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ارزیابۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۹:۸
Background image

خوست کې د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې پیل شوې.

شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له ۱۰مې نيټې سره سمون لري، د خوست ولایت فوټبال لوبغالي کې د د دیني علومو عالیې او عالمیې دورو فاضلانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون د شپې برنامې څخه ۲۵ تنه محصلان فارغ شول.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له لومړۍ نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو اقتصاد، حقوق او سياسي علومو د شپنیو. . .

BACK TO NEWS