له پوهنتون څخه تر دندې د شيخ زايد پوهنتون پخوانيو فارغينو او ګمارل شويو محصلانو له لوري کاري تجربې او مسلکي لارښوونې تر عنوان لاندې سیمينار وړاندې شو.
د محصلانو معاونيت له لوري د شيخ زايد پوهنتون څخه د فارغو شویو او په بېلا بېلو ادارو کې ګمارل شويو محصلانو تجربې او مسلکي لارښوونې د شيخ زايد پوهنتون څلورمو ټولګيو له شاوخوا (۲۰۰) محصلانو سره د يو سیمينار په ترڅ کې شریکې شوې.
په ياد سيمينار کې د خوست ولایت مقام، اقتصاد رياست، مستوفيت او ښاروالۍ رياستونو څخه را بلل شويو مسؤلينو چې پخوا یې د شيخ زايد پوهنتون څخه په بېلا بېلو برخو کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړي خپلې تجربې او مسلکي لارښوونې د څلورمو ټولګيو له محصلانو سره شریکې کړې، دوی په خپلو ويناوو کې محصلان د صبر، استقامت او حوصلې درلودلو، په ځان باور، د خپل ملک سره مينه او په هر حالت کې د الله جل جلاله څخه د تمې نه پرې کولو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې، چې له فراغت وروسته د محصلانو لپاره د کارموندنې په برخه مهمې وې.
ورځ: شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الأولی ۲۶مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب ۱۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
