شیخ زاید پوهنتون یو ځل بیا د هېواد په کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار تر لاسه کړ.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
321

د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د هېواد معتبرو پوهنتونونو د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب ارزونه ترسره کړه، چې د هېواد پنځو معتبرو پوهنتونونو خپل اعتبار بیا ځل تر لاسه او خوندي کړ، چې شیخ زاید پوهنتون هم په دې غوره او معتبرو پوهنتونونو کې ځای لري، په همدې اساس د یوې غونډې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون اداره د بشپړ علمي اعتبار سند خوندیتوب په پار وستایل شوه. یاده غونډه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کابل پوهنتون په حضرت امام قتیبه بن سعید رحمه الله تالار کې ترتیب شوې وه، چې د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب او یاد اعتبار اخیستونکي لوړو زده کړو بنسټونه پکې وستایل شول. د شیخ زاید پوهنتون اداره د دغه ویاړ د بیا ترلاسه کولو په موخه ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزارت او د خپل علمي کور ټولو غړو ته مبارکي وړاندې کوي او هڅه کوي، چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په کچه لومړی مقام خپل او د سیمې په کچه د اکاډمیک اعتبار اخیستلو ته لاره پیدا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS